د اسلامي امارت د حاکمیت له پیل څخه تر دې دمه ۷ قوانین توشېح او خپاره شوي دي

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۵۵
.

د اسلامي امارت د حاکمیت له پیل څخه تر دې دمه ۷ قوانین د عدلیې وزارت په واسطې له تدقیق، تحقیق او له فقهي سرچینو له تخریج څخه وروسته، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري توشېح شوي او په رسمي جریده کې خپاره شوي دي.

په دغو قوانینو کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دندو او واکونو قانون، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د سوالګرو د راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون، او د صنعتي ساحو قانون شامل دي.

دغه راز د همدې مودې په اوږدو کې د سلطاني (عامه مرعی) او وقفي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې شرعي اصولنامه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لسګونه عنوانه فرمانونه له توشېح او انفاذ څخه وروسته په رسمي جریده کې خپاره شوي او د ټولو په لاسرسۍ کې دي.

دغه قوانین په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو په ریاست او په دیجیتلي (پي ډي اف) بڼه د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو په ډيټابېس کې موجود دي او هېوادوال کولای شي ترلاسه یې کړي.

یاد شوي قوانین د رسمي سهمیه‌بندۍ په اساس اړوندو امارتي ادارو ته هم وېشل شوي دي. دغه راز کولای شئ د خپل د پام وړ قانون د لاندې لینکونو له لارې دانلود کړئ: