د اسلامي امارت د حاکمیت له پيل راهیسې ۲۲ تقنیني سندونه توشېح او نافذ شوي دي

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۹:۵۷
.

 د افغانستان اسلامي امارت، عدلیې وزارت د تېرو څه باندې څلورو کلونو په اوږدو کې ۲۲ عنوانه تقنیني سندونه خپاره کړي او د ټولو په لاسرسۍ کې یې ورکړي دي.

په یادو تقنیني سندونو کې ۱۵ قوانین، ۶ طرزالعملونه او یوه اصولنامه شامل دي چې د اړوندو ادارو لخوا له تسوید، د عدلیې وزارت په واسطه له تدقیق او فقهي تخریج او د تقنیني سندونو د وروستنۍ بیاکتنې کمېسیون په واسطه له بیاکتنې څخه وروسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا توشېح او نافذ شوي او په رسمي جریده کې چاپ او خپاره شوي دي.

په دې موده کې ترټولو مهمو خپاره شويو قوانینو کې د مالي محاسبې قانون، د وزارتونو او امارتي ادارو د عقدونو قانون، د مشاعرو د تنظیم قانون، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د صنعتي ساحو قانون او د امارتي ځمکو د اجارې قانون شامل دي.

همداراز د عدلیې وزارت په همدې موده کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ۱۳۳ فرمانونه، حکمونه او لارښوونې هم له توشېح او انفاذ څخه وروسته په رسمي جریده کې خپاره کړي دي.

یاد قوانین په چاپ شوې بڼه په عدلیې وزارت کې موجود دي او محترم هېوادوال کولای شي دې وزارت ته په مراجعې سره د هغو چاپ شوې نسخې تر لاسه کړي. همداراز د تقنیني سندونو الکترونیکي نسخې د عدلیې وزارت د ویبپاڼې د قوانینو او حکمونو په ډیټابېس کې د لاسرسۍ وړ دي.