د ارزګان ولایت له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت لیدنه
د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د خاص ارزګان ولایت ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له ځینو سیمو څخه یې لیدنه وکړه.
په دغه سفر کې تخنیکي هیئت په هزار قدم، سرکاري باغ، ګرم آب، نورک او کرلغو ساحو کې امارتي ځمکې بررسي کړې او د ساحو د اوسیدونکو سندونه یې مطالعه او بررسي کړل.