د ارزګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۱:۵۱

د ارزګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د د یاد ولایت د والي له مرستیال ملا باري ګل طالب سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د ارزګان د ولایت په مقام کې ترسره شوه، په دې ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر موضوعات بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو او د والي مرستیال تخنیکي هیئت ته لازمې مشورې او لارښوونې وکړې. دغه راز نوموړي ډاډ  ورکړ چې د ولایت مقام له تخنیکي هیئت سره هر اړخیزې همکارۍ کوي.

دغه راز تخنیکي هیئت د ارزګان ولایت د استیناف محکمې له ریاست سره هم یوه ناسته جوړه کړه او د ځمکو اړوند یو شمېر دوسیو او موضوعاتو په تړاو یې پکښې خبرې وکړې او له یاد ریاست څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

یاد هیئت په همدې ورځ خپله نوبتي ناسته هم جوړه کړه او د ځمکو د غصب اړوند دوسیې په کې بررسۍ لاندې ونیول شوې. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې هیئت د ترینکوټ ښار اړوند ناقل او ګرم‌آب کلیو ته ولاړ شي او په دغو دوو کلیو کې تر دعوا لاندې ساحې له نږدې بررسي کړي او په هغو کې له تصرفاتو څخه مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS