د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو د مسئولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د ارزګان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي خیرالله حقنماء د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۱مه نېټه، د سېشنبې په ورځ، د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر مسئولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د دې ناستې په ترڅ کې چې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسئولینو هم ګډون درلود، د عدلیې رئیس په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې خپل فعالیتونه د اصولو او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره کړي.
همدارنګه نوموړي د کورونو د کرايو د کنټرول په تړاو د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د کرایې د کنټرول له کمېټې سره لازمه همغږي وکړي، ترڅو د خلکو ستونزې حل شي.
په ورته مهال، د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصدیانو هم په دې ناسته کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د عدلیې ریاست مسئولینو له لوري د ستونزو د حل او لازمو همکاریو په برخه کي ډاډ ورکړل شو.
