د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۴۳
.

 د ارزګان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي خیرالله حق‌نما د شوال د میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس، شیخ محمود ابوالفیض سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې چې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلود، د عدلي او قضایي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د قضیو پر اغېزمنې څېړنې، د ښو خدمتونو وړاندې کولو او د امارت د قضایاوو اړوندو دوسیو د منظم ترتیب او وړاندې کولو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

د عدلیې رئیس په دې ناسته کې د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې د محکمو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې محکمې کولای شي په جزایي قضیو کې بېوزله تورن او شکمن کسان د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت ته معرفي کړي تر څو هغوی ته لازمې حقوقي مرستې وړاندې شي.

په ورته مهال، د ارزګان ولایت د استیناف محکمې رئیس د عدلیې ریاست سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او په راتلونکې کې یې د ورته ناستو پر دوام او د لا زیاتو همکاريو او همغږيو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه د ربیع‌الاول د میاشتې په ۲۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د رئیسانو او کارکوونکو او د ملکي خدمتونو انستیتوت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځم. . .

BACK TO NEWS