د ارزګان عدلیې رییس له مراجعینو سره د کارکوونکو په نیکه رویه ټینګار وکړ
د ارزګان عدلیې رییس مولوي اختر محمد د دغه ریاست په یوه اداري ناسته کې ټینګار وکړ چې باید له مراجعینو سره نیکه رویه ولرئ.
همدا راز په دې غونډه کې چې د عدلیې ریاست له بېلابېلو کارکوونکو څخه جوړه شوې وه د مراجعینو ستونزو ته د رسیده ګۍ او د دې ریاست د کارکوونکو تر منځ د هغمږۍ په اړه تاکید وشو.
دعدليى ريیس وويل کارکوونکي د مراجعينو ستونزو ته له رسيده ګۍ سره سره بايد له مراجعينو سره ښه سلوک او رويه وکړي، او بايد په خپل منځ کي هم د ورورولۍ په شکل رويه وکړئ.
هغه د عدلیې ریاست د تېرې اونۍ د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور په وړاندې کولو سره ژمنه وکړه چې شته ستونزې به ډیر ژر حل شي.