د ادارې او مدیریت د روزنیزې برنامې فارغانو له پاره د تصدیق نامو ویش

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۶:۲۴
..

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست د صفرالمظفر میاشتې په ۲۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ د ادارې او مدیریت د روزنيزې برنامې فارغانو له پاره تصدیق نامې وویشلې.

په دې مناسبت په عدلیې وزارت کې یو محفل جوړ شوی وو، چې د قانون جوړونې د انستېتوت لوی رییس مفتي فضل هادي صاحب زاده، د دغه ریاست مرستیال، د انسجام لوی رییس، د دعوت او ارشاد رییس، د روزنیزې برنامې ښوونکو او فارغانو او د عدليې وزارت یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.

د قانون جوړونې د چارو د انستېتوت لوی رییس د یادې برنامې له جوړونکو څخه مننه او هرکلی وکړ او د دغې برنامې فارغانو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه. هغه د دغې برنامې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، له هغوی څخه وغوښتل چې خپلې زدکړې د خپلو ادارو د چارو لا ښه والي له پاره وکاروئ.

.

دغه ښوونیزه برنامه د عدليې وزارت د بشري سرچینو د ریاست لخوا جوړه شوې وه او د دغه ریاست د ښوونې او د ظرفیت د لوړوالي برخې د ښوونکو لخوا تدریس شوه. په دغې روزنیزې برنامه کې د عدليې وزارت ۲۸ تنو مرکزي کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې برنامه کې د عدليې وزارت معرفي، تشکیلاتي جوړښت او موخې یې، د صلاحیت تفویض، د ادارې او مدیریت اساسات، د اداري مراسلاتو لارښوود، پلان جوړونه او د ادارې د انسجا په چارو کې یې ارزښت، اداري اخلاق، تصمیم نیونه، اداري اجراآت او نور موضوعات تدریس شوي دي.

..

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS