دوه تقنیني سندونه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی یو شمېر فرمانونه په رسمي جریده کې خپاره شول

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۰:۳۳
.

 د اسلامي امارت عدلیې وزارت د مدرسو د تأسیس، تثبیت او د استاذانو او کارکوونکو قانون، د بزګرانو د اضافي غنمو د پيرلو طرزالعمل او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی یو شمېر فرمانونه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۴مه نېټه په ۱۴۶۱ ګڼه رسمي جریده کې خپاره کړل.

د مدرسو د تأسیس، تثبیت او د استاذانو او کارکوونکو قانون په دې رسمي جریده کې خپور شوی چې دوه فصلونه او ۱۴ مادې په کې شاملې دي او د مدرسو د تثبیت او تأسیس پړاوونه، د هغو معیارونه، د زده کړو مراحل، د دغو مدرسو په درجو کې د طالبانو شمېر، د استاذانو د تقرر شرایط او څرنګوالی او نور مسایل په کې بیان شوي دي.

همداراز د بزګرانو د اضافي غنمو د پیرلو په طرزالعمل کې یوه مقدمه، ۲ بابونه، ۴ فصلونه او ۲۱ مادې شاملې دي او د اضافي غنمو د اخیستلو مراجع، د غنمو ځانګړتیاوې، د اضافي غنمو د قاچاق د مخنیوي لارې او د بزګرانو هڅونه مشخص شوي دي.

د کمېټې دندې او مکلفیتونه، هیئتونه، اړوندې ادارې او پلورونکي او د غنمو د اخیستلو له بهیر څخه نظارت له هغو نورو مواردو څخه دي چې په دې طرزالعمل کې شامل دي.

همداراز په ۱۴۶۱ ګڼه رسمي جریده کې د تقاعد د حقوقو او د ودانیو د کړکېو اېښودلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه خپاره شوي دي.

محترم هېوادوال کولای شي د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول یې د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو له دیتابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیر قانوني چاپ یې ممنوع دی.