دایکندي ولایت کې ۳۷۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۰:۵۷
.

د دایکندي ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت  ددغه ولایت نیلي ښار ۱ ناحیه کې درې قطعې ځمکې  وکتلې او بررسي کړې.

ددغې بررسۍ په پایله کې، یاد هیئت دغو قطعو کې چې ۳۷۰ جریبه ځمکه پکې شامله ده، امارتي تثبیت کړه.

.

په همدې حال کې، د کنړ ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت نورګل ولسوالۍ ته ولاړ او له مزار دره، شماش او جبګي کلیو څخه يې لیدنه وکړه.

یاد هیئت د شماش او جبګۍ له اوسیدونکو څخه چې پر یوې ځمکه یې دعوا درلودله، د هغوی د ملکیت د اثبات په منظور سندونه وغوښتل. له یادو اوسیدونکو څخه هیڅ یو ونه شو کړای چي شرعي او قانوني سندونه هیئت ته وړاندې کړي.

دغه راز د جلګي کلي کې پر ۴۰ جریبه د ځنګلونو امارتي ځمکې په د ډي آر سي موسسې لخوا زلزله ځپلو له پاره سرپناه جوړیږي. د کنړ ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت په پام کې لري چې دغې سیمه کې د کورونو جوړولو له بشپړولو څخه وروسته د خلکو لخوا د هغې د استفادې په منظور، کړنلاره جوړه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۰
Background image

د بغلان ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د بغلان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي امرالله مصلح او مل پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مولوي محمد صابر حنفي سره د استیناف محکمې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۵مه نېټه د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۹
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي. . .

BACK TO NEWS