د  کابینې د قوانینو کمېټې دوه تقنیني سندونه تاييد کړل

waheed
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۳۰ - ۱۱:۴۵
.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې د قوانینو کمېتې د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څیړنو د چارو د انستیتیوت د علمي کادر د غړو د قانون د ځینو مادو د تعدیل طرحه او د کوچیانو د چارو د سمون د ادارې د دندو د تنظیم د مقررې طرحه تاییدکړې.

د کابینې د قوانینو د کمیټې غونډه د یکشنبې په ورځ- چنګاښ په ۲۹ نېټه د جمهوري ریاست دویم مرستیال او د کمېټې د رئیس سرور دانش په مشرۍ د عدليې د وزیر ډاکتر عبدالبصیر انور او د کمېټې د نورو غړو په ګډون جوړه شوه.

.

د هېواد د عدليې وزیر په غونډه کې د دې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څیړنو د چارو د انستیتیوت د علمي کادر د غړو د قانون اوومې مادې د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه. چې د هغې د جزییاتو په باره کې د غونډې د غړو له بحث او خبرو وروسته، تائید شوه.

د تعدیل دغه طرحه د لوړو زده کړو د مؤسسو د علمي کادر غړو او د علومو د اکادمي د علمي کادر او د عامې روغتیا وزارت د تخصصي علمي کادر د غړو له امتیازونو څخه د قانون جوړونې  انستیتیوت علمي کادر د غړو د امتیازونو د یوخیل کولو په منظور، برابره او ترتیب شوې ده.

د دې قانون د مادې د تعدیل طرحه د کابینې د مصوبې پربنسټ برابره شوې ده او ماليې وزارت ته دستور ورکړل شو چې د عدليې وزارت د قانون جوړونې او دعلمي- حقوقي څیړنو د چارو انستیتیوت د کادري امتیازونو په اجرا  کې اقدام وکړي.

.

د عدليې وزارت دغه طرحه د هغې د مالي مسلو په باب له ماليې وزارت سره په مشوره کې، د نهايې کولو او د کابینې غونډې د وړاندې کولو لپاره چمتو کوي.

د کابینې د قوانینو د کمېټې په غونډه کې دغه راز د کوچیانو د چارو د سمون د ادارې د دندو د تنظیم د مقررې، تربحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او تاييد شوه.  د مقررې دغه طرحه د کوچیانو د چارو د سمون په اداره کې د دندې د پرمخ بیولو او سالمې رهبرۍ په منظور په څلورو فصلونو او ۲۴مادو کې تنظیم شوې ده او د نهايې کولو لپاره د کابینې غونډې ته وړاندې کېږي.

د قوانینو کمېټې د یکشنبې د ورځې په غونډه کې د عسکري د جزايې اجراآتو د قانون په ځینو مادو کې د تعدیل او ایزاد طرحه هم تربحث او بررسۍ لاندې ونیوله چې د غونډې غړو د مفصلو خبرو وروسته پریکړه وکړه چې په دغه طرحه کې په یوه اختصاصي غونډه ترزیات بحث او بررسۍ لاندې ونیول شي.

.

په دې غونډه کې دغه راز د رسمي سندونو د ژباړنې په حق التصدیق او د عدليې وزارت او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ په قونسلي خدمتونو کې د ځینو شتو ستونزو په باره کې بحث وشو او د جمهور رئیس  دویم مرستیال ټینګار وکړ چې  حق التصدیق باید یوه اداره له هېوادوالو څخه واخلي. هغه وویل دغه موضوع د یوه اختصاصی غونډه کې او د نورو هېوادونو له تجربو څخه په ګتې اخیستنې سره تر بررسۍ لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزیر د رسمي جریدو او نورو رسمي سندونو د چاپ له بهیر څخه لیدنه وکړه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د بهیر ګروپ په شرکت کې د رسمي جریدو، تقنیني سندونو او درسي نصاب د چاپ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

BACK TO NEWS