خوست ولایت کې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه امارتي تشخیص شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۳:۲۱
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت هم له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه.

له ناستې وروسته له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د ټني ولسوالۍ اړوند سیګۍ دښتې ته ولاړ او د یادې ساحې په لیدنې او بررسۍ ۲۰۰۰ جریبه ځمکه امارتي تشخیص کړه.

دغه راز یاد ټیم د مندوزي اسماعیل خیل ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ له مشرانو سره یې د صنعتي پارک د موضوع په تړاو خبرې وکړې.

د تخنیکي هیئت یو بل ټیم له یو شمېر افرادو او اشخاصو سره چې د هغوی دوسیې بررسۍ لاندې دي د کرنې په ریاست کې وکتل او خبرې وکړې او هغوی ته استعلامونه ورکړل چې خپل سندونه وړاندې کړي. د ځینو اشخاصو د ځوابیو په تړاو، اړوندو ادارو ته هم استعلام واستول شو ترڅو لازم اجراآت ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS