خبرتیا
د مرکز او ولایتونو د دارالترجمو ټولو ژباړونکو او مسوولینو ته خبر ورکول کیږي د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت د محترم مقام له لارښوونې سره سم له دې وروسته د رسمي سندونو د ژباړې د اجازه لیک غوښتونکي کولای شي چې لږترلږ د لیسانس د تحصیلي سند او یا هم په اړونده برخه کې د درې کلنې کاري تجربې د سند په وړاندې کولو سره د عدلیې د محترم وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست د تقنین سندونو د ژباړې اجازه لیک ترلاسه کړي