خبرتیا

hakeem_admin
.

د مرکز او ولایتونو د دارالترجمو ټولو ژباړونکو او مسوولینو ته خبر ورکول کیږي د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت د محترم مقام له لارښوونې سره سم له دې وروسته د رسمي سندونو د ژباړې د اجازه لیک غوښتونکي کولای شي چې لږترلږ د لیسانس د تحصیلي سند او یا هم په اړونده برخه  کې د درې  کلنې کاري تجربې د سند په وړاندې کولو سره  د عدلیې د محترم وزارت د قانون  جوړونې د چارو عمومي ریاست د تقنین سندونو د ژباړې اجازه لیک ترلاسه کړي