خبرتیا

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۱۷:۴۰

په مرکز او ولایتونو کې ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۲۳۵۲ مکتوب په اساس چې د ۱۴۴۳ / ۵/ ۱۳ مه نېټه د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت له لوري صادر شوی، هغه مدافع وکيلان چې د جوازليکونو نېټه يې پای ته رسېدلې تر هغه وخته پورې چې د نويو جوازليکونو د چمتووالي ټول مراحل پای ته رسيږي دوی کولی شي چې په تېرو جوازليکونو خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي.
د دې موضوع په تړاو ټولو مدافع وکيلانو ته خبر ورکړل شو، همداراز د اسلامي امارت د کابينې د ۱۰ مې مصوبې سره سم د مدافع وکيلانو ارزونه دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۵۵
Background image

په کابل کې د غیرقانوني فعالیت له امله د معاملاتو لارښوونې د ۱۹۳ دفترونو تړل کېدل

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په لیندۍ میاشت کې  د کابل په ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۲۳۴ دفترونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۱۱
Background image

په پکتيا ولایت کې د غير قانوني فعاليت له امله د ۳ موټر پلورنځيو تړل کېدل

د پکتيا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادي الثاني د مياشتې په ۱۹ مه نېته د شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، ګرديز ښار کې له ۱۵ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۱
Background image

په کندز ولایت کې د څه باندې ۲۱ زره جريبه ځمکې بررسي

 د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د جمادي الثاني د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د تخنیکي هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د امام. . .

BACK TO NEWS