خبرتیا، ددفاع وکالت د ستاژ برنامې د لومړۍ دورې د ستاژرانو د پام وړ

hakeem_admin
.

د دفاع وکالت د ستاژ برنامې د ستاژرانو پر له پسې غوښتنو ته په پام سره او د هغوی له لوري د وړاندې شویو ستونوز په پام کې نیولو سره له دغې جملې څخه؛ له مرکز (کابل) څخه ددوی اکثرو استوګنځایونو لرې والی، د ستاژرانو اقتصادي ستونزو او د روژې سپېڅلې میاشتې له پیل سره سم د دفاع وکالت د ستاژ برنامې پيل؛ ترحماً لاندې تصمیمونه ونیول شول.

۱- د دفاع وکالت د برنامې درسونه په حضوري او آنلاین ډول ترسره کیږي. د حضوري ډول غوښتونکو له پاره درسونه په حضوري او د آنلاین ډول غوښتونکو له پاره درسونو په آنلاین ډول ترسره کیږي.

۲- هغه غوښتونکي چې د برنامې د درسونه په آنلاین ډول کې د برخې اخیستنې غوښتنه لري،  اړ دي چې د سمستر په پای کې د شل ورځو له پاره په حضوري ډول د عملي کارونو سرته رسولو او د سمستر د وروستۍ آزموینې له پاره د عدليې وزارت په مقر کې حاضر شي او اړوندو ټولګیو کې ونډه واخلي.

۳- د دفاع وکالت د ستاژ برنامې د لومړي سمستر درسونه د روژې د سپیڅلې میاشت له پای ته رسیدلو څخه وروسته د شوال میاشت په لسمه نېټه پیلیږي.

۴- هغه اشخاص چې د دفاع وکالت ستاژ برنامې ته معرفي شوي اړ دي چې، ۲۰/وري/۱۴۰۲ نېټه د قانون جوړولو د چارو او د علمي-حقوقي څېړنو د انستېتوت د قوانینو د مطالعې، تشریح او ښوونې دیپارتمنت ته د تعرفې ترلاسه کولو او د برنامې د لومړي سمستر د فیس ورکول له پاره مراجعه وکړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

Back to announcements