تخار ولایت کې ۱۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۳
.

د تخار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شعبان میاشت په ۲۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شو او د تخنیکي هيئت په پته استول شوې دوسیې پکې، بررسي شوې او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغې ناسته کې، د سرای سنګ کنجګ او ناقلینو خلکو سره هم کتنه وشوه او د دعوا د لورو او سیمه ییزو مخوورو د وړاندیزونو له اوریدلو څخه وروسته، پریکړه وشو چې یاد هیئت د شخړې لاندې ځمکو د بررسۍ، تثبیت او کروکي په منظور د تالقان د هوايي ډګر د ۲ شمېرې لوا، د سرای سنګ کنجک ساحې ته ولاړ شي او یادې ساحې بررسي کړي.

.

یاد شوی هیئت د یادو ساحو له لیدنې، کروکي او د مساحت تعیین څخه وروسته ۱۳۰۰ جریبه للمي ځمکه چې زیاته برخه یې د استوګنو په ودانیو تبدیله شوې ده، په ګوته او امارتي تثبیت کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS