بغلان ولایت کې د ۷۵۰ جریبه غصب شوې ځمکې بررسي

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۰:۴۸
.

د بغلان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هم په دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.

دغه هیئت د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته ولاړ او له سیمه ییزو مقاماتو او ولسوال سره یې د لقه یي ها او مصلحت تیپه د غصب شوو ځمکو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز یاد هیئت مصلحت تيپه سیمې ته ولاړ او له غصب شوو برخو څخه یې په دغې سیمه کې لیدنه او بررسي وکړه.

د نقشې کولو او د هیئت د کادستر د بررسۍ پایله کې ۷۵۰ جریبه ځمکه په یاده سیمه کې مشخصه شوه.  دغه ځمکه د ۱۳۹۲ کال د کادستر په نقشې کې د لامالک تر عنوان لاندې ثبت ده.

په همدې حال کې، د پکتیا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ګردیز ښار په مرکز کې د تېرې له قومي مشرانو سره وکتل او خبرې وکړې.

په دغې لیدنه کې د مومن خیل، علي الدین خیل او غفور خیل سیمو مشرانو حضور درلود او پکې د امیرالمومنین حفظه‌الله د فرمان او اړنده کړنلارې  په اړه معلومات وړاندې شول.

هیئت د تېرې له قومي مشرانو څخه ددغې سیمې د غصب شوو ځمکو د حدودو په تثبیت او د هغو د غاصبانو پېژندلو کې د همکارۍ غوښتونکی شول او یادو افرادو ته استعلام ورکړ ترڅو هغه ځواب کړي.

پر دې سربېره، د جوزجان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د کمېسیون د مشرتابه مقام د لس فقره اي تصمیمونه په اړه بحث او د هغو پر عملي کولو ټینګار وشو.

یاد هيئت، د ۴۰۰ جریبه غصب شوې وقفي ځمکې په اړه د شوبي کلي د اوسیدونکو  سندونه او عریضې بررسي کړې او ددغې مسئلې د ژورې څیړنې په اړه یې تصمیم ونیو.

دغه راز یاد هیئت د آقچې ولسوالۍ په ده بودین کلي کې د کرنې ریاست اړوند ۵۰ جریبه غصب شوې ځمکه بررسي کړه او یاده ځمکه يې کرنې ریاست ته تسلیم کړه.

دغه راز هیئت له لایحې سره سم  ددغه ولایت له امنیه قوماندانۍ څخه د پولیسو ځانګړې قطعې غوښتنه وکړه  او په دغې برخه کې امنیه قوماندانۍ د همکاریو ژمنه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړېدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزیر د رسمي جریدو او نورو رسمي سندونو د چاپ له بهیر څخه لیدنه وکړه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د بهیر ګروپ په شرکت کې د رسمي جریدو، تقنیني سندونو او درسي نصاب د چاپ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS