بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على سيد المرسلين و على آله و اصحابه اجمعين.
د تېرې ادارې د محاکمو، څارنواليو او كشفي ارګانونو د مجاهدينو په اړه د جزايي فيصلو قرارونو او د عدلي تعقيبونو په هکله د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله تعالی فرمان
ګڼه: (۱۰)
نېټه: ۱۴۴۴/۴/۵ هـ.ق
مطابق: ۱۴۰۱/۸/۹ هـ.ش
لومړۍ ماده:
(۱) د افغانستان اسلامي امارت هغه مجاهدین او نور عام متدين مسلمانان چې د مجاهدينو سره د همکارۍ په تړاو د تېرې ادارې د محاکمو له خوا په مجازات محکوم شوي وي او يا هم تر عدلي تعقيب لاندې وي، په دفتري اسنادو، ليستونو او الكترونيكي سيسټمونو کې مجرمين يا متهمين او يا مظنونين ګڼل شوي وي، دا چې په هکله يې ټول سابقه حکمونه او فرمانونه لغو او له منځه ولاړل، د محاکمو جزايي فيصلې او عدلي تعقيبونه هم شرعاً پای ته ورسېدل.
(۲) د دې مادې په (۱) فقره کې ياد شوي اشخاص ترڅو چې د اسلامي امارت د مشرتابه مقام په هدایت او د اسلامي امارت د محاکمو له خوا تر عدلي تعقيب لاندي ونه نيول شي بري ءالذمه ګڼل كېږي.
(۳) اړونده ادارې مكلفې دي، چې د دې مادې په (۱) فقره کې د یادو اشخاصو ثبت او شهرت د بایومتریک عدلي تعقيب او جزايي فيصلو اړوندو دفترونو لېستونو او الكترونيكي سیسټمونو څخه خارج کړي.
دوه یمه ماده:
دغه فرمان د توشيح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جريده کې دې خپور شي.
والسلام
امير المؤمنين شيخ القران و الحدیث
مولوي هبة الله اخوند زاده
دا فرمان د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ربیعالثاني د میاشتې په ۵ نېټه د ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د لړم د میاشتې ۹ نېټې مطابق، په ۱۴۲۴ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی چې د هېوادوالو د خبرتیا په موخه یوځل بیا خپریږي.