بسم الله الرحمن الرحيم

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۴:۴۸
.

دڅو قطعو امارتي غصب شويو ځمکو د اجارې په هکله د عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالى فرمان

ګڼه: (۴۷)

نېټه: ۱۴۴۴/۱۲/۲۵هـ.ق

مطابق ۱۴۰۲/۴/۲۲ هـ.ش

د افغانستان اسلامي امارت له بنسټیزو موخو څخه يوه، د امارتي ځمكو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شويو ځمکو استرداد دی چې د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون، له لازمو څېړنو وروسته، له ځمکو څخه يو شمېر قطعې امارتي تثبيتې کړي دي چې د یادو ځمکو په هكله لاندې مراتب منظوروم:

لومړۍ ماده:

(۱) د يوولس اعشاريه څلور سوه او دوه پنځوسو (۱۱.۴۵۲) جریبو په مساحت یوه قطعه امارتي ځمکه چې د کابل ښار د اتمې ناحيې اړوند د مرنجان په غونډۍ کې موقعيت لري او حدود يې عبارت دي له: شرقاً د مرنجان غونډۍ له شنې ساحې او هديرې سره متصله ده چې فاصل حد يې د مرنجان غونډۍ احاطه شوی دیوال دی، غرباً د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فكري مالكيتونو د ریاست له مقر او يوه برخه يې له فرعي سړک سره چې د استاد بېتاب د مکتب په سړک مشهور دی، متصله ده، شمالاً د عامه ساتنې د ملي تصدۍ له مقر سره متصله ده او جنوباً له فرعي سړک سره چې د استاد بېتاب د مکتب په سړک مشهور دی، متصله ده. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دې ياده ځمکه له اړوندو مراجعو سره په همغږۍ د شریعت له حکمونو سره سم، په یاده ځمکه کې مېشتو غير شرعي ذواليدو اشخاصو ته

اصولاً په اجاره ورکړي.

(۲) د نهه اعشاريه پنځه سوه اووه دېرشو (۹.۵۳۷) جریبو په مساحت يوه قطعه امارتي ځمکه چې د کابل ښار اتمې ناحيې اړوند د مرنجان په غونډۍ کې موقعيت لري او حدود يې عبارت دي له: شرقاً، غرباً او شمالاً د مرنجان غونډۍ له شنې ساحې او يوه برخه يې له هديرې سره متصله ده چې فاصل حد يې د مرنجان غونډۍ د احاطې دېوال دى او جنوباً له هغه فرعي سړک سره چې د استاد بېتاب د مکتب په سړک مشهور دی متصله ده. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دې ياده ځمکه له اړوندو مراجعو سره په همغږۍ کې د شریعت له حکمونو سره سم، په یاده ځمکه کې مېشتو غير شرعي ذواليدو اشخاصو ته اصولا په اجاره ورکړي.

(۳) د يو اعشاریه دوه سوه نهه پنځوسو (۱.۲۵۹) جریبو په مساحت يوه قطعه امارتي ځمکه چې د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند په مرنجان غونډۍ کې موقعيت لري او حدود يې عبارت دي له: شرقاً د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر ساتنې لاندې د تاريخي آبداتو له ساحې سره متصله ده چې فاصل حد يې د پنځه اعشاريه پنځه (۵.۵) مترو په اندازه فرعي کوڅه ده، غرباً له هديرې سره متصله ده چې فاصل حد يې د مرنجان غونډۍ د احاطې دېوال دی، شمالاً له هديرې سره متصله ده چې فاصل حد يې د مرنجان غونډۍ د احاطې دېوال دى او جنوباً له هغه فرعي سړک سره چې د استاد بېتاب د مکتب په سړک مشهور دی، متصله ده. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دې ياده ځمکه له اړوندو مراجعو سره په همغږۍ د شريعت له حكمونو سره سم، په یاده ځمکه کې مېشتو غير شرعي ذواليدو اشخاصو ته اصولاً په اجاره وركړي.

دا فرمان د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع‌الاول میاشتې په ۱۷ نېټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د تلې میاشتې له ۱۰ نېټې سره سمون خوري؛ په ۱۴۳۸ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی دی.