بسم الله الرحمن الرحيم

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۵:۴
.

له سوداګرۍ څخه د ملاتړ او له خصوصي سکتور سره د ښه تعامل په هکله د عالیقدر امير المؤمنين حفظه الله تعالى

فرمان

ګڼه: (۳)

نېټه: ۱۴۴۵/۲/۱۸هـ.ق

مطابق ۱۴۰۲/٦/۱۲هـ.ش

لومړۍ ماده:

د جغرافيايي موقعيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت، د خصوصي سکتور او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره، لاندې مراتب منظوروم:

(۱) وزارتونه او اړوندې امارتي ادارې مكلفې دي، د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کې نیولو سره، په بندرونو، عبوري نقطو او لويو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

(۲) په مرکز او ولايتونو کې د وزارتونو او امارتي ادارو مسوولین او کارمندان مکلف دي، د هېواد له نافذو تقنيني سندونو سره سم د خصوصي سكتور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراآتو کې له تعلل او ځنډ څخه مخنیوی وکړي.

(۳) وزارتونه او امارتي ادارې مكلفې دي د هېواد د داخلي صنايعو د ودې او ځان بسیاینې په منظور د امکان تر بریده د هېواد له کورنيو توليداتو څخه ګټه واخلي.

دوه یمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جريده کې دې خپور شي.

والسلام

امیر المؤمنين شيخ القرآن والحديث

مولوي هبة الله اخندزاده