بسم الله الرحمن الرحيم

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۴:۵۵
.

د وزارتونو او امارتي ادارو د تدارکاتو او نورو قراردادونو د روڼتیا په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان
ګڼه: (۳۰)
نېټه: ۱۴۴۴/۸/۲۵ هـ.ق
لومړۍ ماده:
د وزارتونو او امارتي ادارو په تدارکاتو، کان کېندنې او نورو قراردادونو کې د روڼتیا د تأمینولو په منظور چې موضوع یې عامه شتمنۍ وي، امارتي مقامات او مامورین نه شي کولای، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چارو د تدارک، کان کېندنې قراردادونو او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه، ګډون وکړي.
دوه یمه ماده:
هغه خصوصي شرکتونه چې امارتي مقامات او مامورین په هغو کې ونډه وال او یا مسوول وي، هم د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شوي حکم تابع دي.
درېیمه ماده:
دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.


والسلام
امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث
مولوي هبة الله اخندزاده