بادغیس ولایت کې څه دپاسه ۸۰ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۹:۵۰
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۵ ورځني کاري سفر په ترڅ کې (ذوالقعدې ۲۱ تر ۲۵) پورې جوند ولسوالۍ ته ولاړ او دغې ولسوالۍ کې د امارتي ځمکو د بررسۍ او تثبیت په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

یاد شوي هیئت د دغې ولسوالۍ له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه او د جوند ولسوالۍ د امارتي ځمکو او څړځایونو په اړه له هغوی سره خبرې وکړې.

دغه راز یاد هیئت د لاله بای په نوم د عامه څړځایونو ساحې ته ولاړ او د جوند ولسوالۍ او د تګاب عالم ولسوالۍ بېلابېلو ساحو څخه لیدنه وکړه او یادې ساحې د کادستر ټیم له خوا جي پي اس شوې.

یاد هیئت د جوند ولسوالۍ د بېلابېلو ساحو له مشرانو او سپین ږیرو سره ناسته جوړه کړه او د دغه هیئت موخې په کې هغوی ته تشریح کړې او د امارتي ځمکو او عامه څړځایونو په اړه هغوی ته وضاحت ورکړل شو. یادو شویو مشرانو د عامه څړځای په ساحو کې د مالکیت ادعا درلودله چې له هغوی څخه د استعلام په ترڅ کې سندونه او معلومات وغوښتل شول.

یاد هیئت ۶۵۲۴ متر مربع وقفي ځمکه او ۷۸.۵ جریبه امارتی ځمکه تشخیص او تثبیت کړه چې له هغې څخه ۲۱.۵ جریبه غصب شوې ده. غاصب اشخاص جلب شوو او له هغوی څخه سندونه او شرعي مدارک وغوښتل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS