په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۱۲۷ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
Mon, Feb 03 2025 1:55 PM
.

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د شعبان د مياشتې په ۳ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د جوزجان ولایت د مرکز اړوند په بابه علي او مصر آباد کليو کې د څه باندې يو اتيا (۸۱) جریبه ځمکې، د قوش تيپې ولسوالۍ شور قدوق او خانقاه کليو کې د څه باندې دوه څلوېښت (۴۲) جریبه ځمکې او د درزاب ولسوالۍ په چکنه کلي کې د څه باندې څلور (۴) جریبه ځمکو دوسیو په اړه بحث او خبرې وشوې.
تخنیکي هیئت پرېکړه وکړه د جوزجان ولایت د مرکز اړوند په بابه علي او مصر آباد کليو کې د څه باندې يو اتيا (۸۱) جریبه ځمکو په اړه املاکي ترسره شي او د قوش تيپې ولسوالۍ شور قدوق او خانقاه کليو کې د څه باندې دوه څلوېښت (۴۲) جریبه ځمکې او د درزاب ولسوالۍ په چکنه کلي کې د څه باندې څلور (۴) جریبه ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کميسيون ته واستول شي. 
همدارنګه، په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS