د قرارداد ورکړې تصمیم خبرتیا

barekzai_admin
.

Publish Date

Closing Date

په دې وسیله د تدارکاتو قانون درې څلوېښتمې مادې (۲) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي، د (عدلیې وزارت) په پام کې لري چې د عدلیې وزارت د لېږدونکو وسایطو د اړتیا وړ ۹۰۰۰۰ زره لیتره پطرول تیلو  او ۶۵۰۰۰ لیتره ډیزل تیلو د تدارک (MOJ/G/002) قرارداد {د (۴۳۴-۰۱۰۱) جواز شمیره لرونکي، قیصربابا لمیتد سوداګریز شرکت، د پروان هوټل مخامخ} ته په (۹۶۲۸۹۵۰) نه میلیونه شپږ سوه اته ویشت زره نه سوه پنځوس افغانۍ مجموعي قیمت ورکړي.

حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې هکله هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د اعلان خپریدو له نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپل اعتراض په لیکل شوي بڼه له دلیلونو سره یو ځای  دارالامان، د عدليې وزارت نوی کمپلکس (دعدليې وزارت، د تدارکاتو آمریت) ته وړاندې کړي.

دغه خبرتیا د قراداد د عقد په معنا نه ده او د پورته یادې شوې نېټې او راتلونکو قانوني پړاوونو تېرولو پورې، قرارداد نه منعقد کیږي.