اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۸ دولتي ادارو کارکوونکو ته تشریح شو
د عدليې وزارت د تقنیني سندونو د تشریح د زده کړه ییزې برنامې پنځمه دوره جوړه کړه په دې برنامه کې د تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو قانون او اطلاعاتوته د لاسرسي قانون د ۸ دولتي ادارو د حقوقي برخو کارکوونکو ته تشریح شول.
دغه برنامه د روان کال د لېندۍ د میاشتې په ۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي -حقوقي څېړنو د چارو انستیتیوت له لوري او د آلمان د پرمختیایې همکاریو د دفتر(GIZ) په همکارۍ جوړه شوه او په هغې کې د تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو په قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي په قانون سربیره، په تقنیني سندونو کې له زیاتو تعدیلونو څخه د مخنیوي لپاره د رعایت وړ معیارونه تشریح شول.
د بهرنیو چارو وزارت، د ملي امنیت د لوی ریاست، د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون، د اټومي انرژۍ د ادارې، لوی څارنوالۍ، د لوړو زده کړو وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې د حقوقي برخو کارکوونکو په دې برنامه کې ګډون وکړ او د هغې له زده کړې څخه يې ګټه واخیسته.
د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو د انستیتیوت لوی رئیس هم په دې برنامه کې د قانون جوړونې د معیارونو په رعایتولو باندې چې د تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو په قانون کې درج شوي دي، د وزارتونو او دولتي ادارو په واسطه ټینګار وشو.
تر اوسه پورې د دولتي ادارو د حقوقي برخو د کارکوونکو لپاره د تقنیني سندونو د تشریح د برنامې پنځمه دورې جوړې شوې دي او ټاکل شوې ده دغه برنامه د نورو وزارتونو او دولتي ادارو لپاره هم جوړه شي.