په هلمند ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Mon, Aug 03 2026 1:54 PM
.

د هلمند ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفرالمظفر د مياشتې په ۷مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو یو شمېر اړين اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې یې یوه دارالوکاله د سرغړونو له امله وتړل شوه.
همدارنګه پلاوي د پاتې نورو دارالوکالو مسؤولینو ته د چارو د ښه پرمخ وړلو او له موکلینو او مراجعینو سره د ښه اخلاقو او چلند په برخه کې لازمې توصیې وکړې.
دغه اراز نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د مدافع وکیلانو کاري ستونزې واورېدې او د لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د هلمند ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي او خلکو ته آسانتیاوې رامنځته شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS