په لغمان ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Mon, Jun 15 2026 11:02 AM
.

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه ګډ نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د نظارت په ترڅ کې د یادو موټر پلورنځيو د فعالیت قانوني جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او اړوند نور اسناد بررسي کړل.

د بررسۍ پر مهال، د یادو موټرپلورنځیو په کاري چارو کې یو شمېر نیمګړتیاوې مشخصې شوې او مسؤولینو ته یې د اصلاح په موخه لازمې توصیې وشوې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS