په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

barekzai_admin
Mon, Jun 08 2026 2:24 PM
.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د ثبت کتابونه، رسمي سټې، لوحې، مهرونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شوي چې په ترڅ کې یې ۱۳ دفترونه د غیرقانوني فعالیتونو او یو شمېر سرغړونو له امله وتړل شول.

دغه راز د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د همدې مودې په اوږدو کې ۱۸۰ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه وېشلي او د فعالیت ۹۱ نور جوازونه یې تمدید کړي دي.

په همدې موده کې د معاملاتو لارښوونې ۲۷۱ متصدیانو ته د وساطت د اصولو او د معاملاتو د ترسره کولو د څرنګوالي په برخه کې زده‌کړه‌ییزې برنامې تطبیق شوې او اړینې زده‌کړې ورته وړاندې شوې دي.

دغه راز، په همدې موده کې د ۴۰ تنو هېوادوالو عریضو او شکایتونو ته چې د کورونو د کرایې او د نورو چارو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو، رسیدګي شوې ده.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS