په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

barekzai_admin
Mon, Jun 08 2026 2:03 PM
.

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو لارښوونې او سوداګریزو مارکېټونو یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د ثبت کتابونه، رسمي سټې، لوحې، مهرونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۲ دفترونه د غیرقانوني فعالیتونو او یو شمېر سرغړونو له امله وتړل شول.

همدارنګه د نورو دفترونو مسؤولينو ته توصیه وشوه چې له ټاکل شوي حد څخه د زیاتې کرایې له ثبت او د معاملاتو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.

همداراز کمېټې ټینګار وکړ چې د سرغړونې په صورت کې، مسؤولیت په بشپړ ډول د معاملاتو لارښوونې جواز لرونکي پورې اړه لري او له هغه سره به قانوني چلند وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS