د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل ولایت د استيناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
Wed, Apr 22 2026 11:54 AM
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، محترم مفتي ضياء الحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د کابل ولایت د استيناف محمکې رئيس، محترم مفتي ذبیح الله ساجد سره په یوې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ پر لازیاتي همغږۍ ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د یاد رياست د دندو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې‌ویل چې دغه رياست په جزایي قضيو کې بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو او کورنيو قضيو کې ښځو او ماشومانو ته وړيا حقوقي مرستې او مشورې وړاندې کوي. همداراز نوموړي ټولو هېوادوالو لپاره د یاد ریاست لخوا د وړیا حقوقي مشورو وړاندې کولو ته هم اشاره وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې د حقوقي مساعدینو یو شمېر ستونزې د استیناف محکمې له رئیس سره شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورته مهال د استيناف محکمې رئيس له حقوقي مساعدینو سره د همغږۍ او په محکمو کې د هغوی د ستونزو د لرې کولو ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS