په پکتيکا ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Tue, Feb 24 2026 11:29 AM
.

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د شعبان د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، په ښرنې بازار کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د دغو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول.

نظارتي پلاوي د یادو دفترونو متصديانو ته توصيه وکړه چې خپل ټول معاملات رسمي سټو کې ترسره کړي او د جعلي سټو څخه ډډه وکړي.

نظارتي پلاوي د یادو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه یې د یادو دفترونو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.

د پکتيکا د عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS