په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو
ذد کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د رجب المرجب د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سهشنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورونو په کرایې ورکولو څخه هم ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
