په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۷ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

barekzai_admin
Sun, Jan 25 2026 10:26 AM
.

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب ‌المرجب د مياشتې په ۲۵مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۵۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د دغو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې یې د معاملاتو لارښوونې ۷ دفترونه د غیرقانوني فعاليت له امله وتړل شول.

نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې د نورو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې هم مشخصې کړې او د ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه یې د یادو دفترونو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.

د هرات د عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS