په ننګرهار کې ۳ موټر پلورنځي وتړل شول
د ننګرهار د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د رجب المرجب د مياشتې په ۲۷مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت د غني خيل ولسوالۍ اړوند په مارکو بازار کې له ۹ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو موټر پلورنځیو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانونيتوب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۳ موټر پلورنځي د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول.
نظارتي پلاوي د نورو موټر پلورنځيو په کاري چارو کې هم یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښهوالي په موخه یې د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
