د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د بلخ والي او یو شمېر سيمه‌ييزو مسؤولينو سره وليدل

barekzai_admin
Sun, Jan 04 2026 2:44 PM
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، شمالي ولایتونو ته سفر په لړ کې د رجب‌المرجب د مياشتې په ۴مه نېټه د پنج‌شنبې په ورځ، بلخ ولایت ته ولاړ اود بلخ والي، مولوي محمد یوسف وفا، د عدلیې رئیس، مولوي عتیق الله سادات، د استيناف محکمې رئيس، غلام الله عادل او د یاد ولایت د نظامي محکمې رئيس، حافظ الله محمدي سره یې وکتل.
په دې ليدنه کې د حقوقي مرستو رئيس د یاد رياست د دندو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې یاد رياست د عدلیې وزارت تر چتر لاندې په جزایي قضيو کې بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو او کورنيو قضيو کې ښځو او ماشومانو ته وړيا حقوقي مرستې وړاندې کوي. هغه زیاته کړه چې یاد ریاست په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او په ترڅ کې یې هېوادوالو ته د بېلابېلو موضوعاتو په اړه حقوقي پوهاوی وړاندې کوي.
همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د حقوقي مرستو رياست د وړیا ۱۸۸ شمېرې له لارې په ټول هېواد کې هېوادوالو ته وړيا حقوقي مشورې هم وړاندې کوي.
له‌بلې خوا د بلخ والي، مولوي محمد یوسف وفا هم د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست پلاوي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ټينګار یې وکړ چې د ولایت د مقام په اداري ناستو کې به د عدلیې رياست حقوقي مرستو آمریت سره د اړوندو ادارو د لا زياتو همکاريو په اړه خبرې وکړي.
همدارنګه، په دې ناسته کې نورو مسؤولينو هم د هر اړخیزې همکارۍ ډاد ورکړ او زیاته یې کړه د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د عدلیې رياست د حقوقي مرستو آمریت ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو کسانو ورپېژندلو او حقوقي مساعدینو سره په قضايي ناستو کې د ګډون او د مؤکلينو د دوسیو په برخه کې لازمه همکاري کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS