په تېرو درېيو مياشتو کې د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوي دي

barekzai_admin
Wed, Nov 19 2025 10:33 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د صفر‌المظفر، ربیع‌الاول او ربیع‌الآخر د میاشتو په ترڅ کې لسګونو بی‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او د هغوی له شرعي او قانوني حقوقو څخه يې په محکمو کې دفاع کړې ده.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست حقوقي مساعدینو د همدې مودې په اوږدو کې د محکمو په ۲۳۰ قضايي ناستو کې ګډون کړی او د خپلو مؤکلینو له شرعي او قانوني حقوقو څخه یې دفاع کړې ده.
همداراز په همدې موده کې حقوقي مساعدینو له لوري ۶۰۰ ځله د بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو قضیې تعقیب شوي او ۵۰ تنو غوښتونکو ته وړیا حقوقي مشورې وړاندې شوي دي.
په ورته مهال د حقوقي مرستو رياست او ولایتي امريتونو یې په هېواد کې ۵۴۰ حقوقي عامه  پوهاوي برنامې جوړې کړي دي چې په ترڅ کې څه باندې ۱۵۵ زره او ۲۵۸هېوادوالو ته د شکمن او تورن د حقوقو، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د ماشومانو د روزنې، پر اولادونو د مور او پلار د حقوقو، نشه يي توکي او د هغو احکام، د غصب مخنيوی او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مدني او جزائي قضیو کې بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو اشخاصو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کوي او په محکمو کې د هغوی له حقوقو څخه دفاع کوي ترڅو عدالت په سمه توګه تأمین شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS