د بغلان د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې یو شمېر دفترونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بغلان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي امرالله مصلح د دغه ولایت د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر استازو سره د عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې، چې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسؤولینو هم ګډون کړی وو، ټینګار وشو چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه باید د کورونو او هټیو په لوړې کرایې ورکولو او د جعلي سټو له کارولو ځان وساتي او په معاملاتو کې له رسمي سټو کار واخلي.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د یادو دفترونو مسؤولين دې خپل ټول فعالیتونه د اسلامي امارت د نافذه قوانینو سره سم ترسره کړي.
د معاملاتو لارښوونې دفترونو استازو هم خپلې کاري ستونزې له عدلیې ریاست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ.