د غزني ولایت د عدلیې رياست او یو شمېر مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
Thu, Oct 02 2025 11:13 AM
.

 د غزني ولایت د عدلیې رياست، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د غزني ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د  عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د عدلیې رياست یو شمېر نورو مسؤولينو هم ګډون درلود او د عدلیې رئيس په کې ټينګار وکړ چې مدافع وکيلان دې په خپلو کاري چارو کې دقت وکړي او له خلکو، مراجعینو او مؤکلینو سره اخلاص او نيک چلند وکړي. 
د غزني ولایت د عدلیې رئیس له مدافع وکيلانو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو مؤکلینو له حقوقو څخه په مسلکي، اغیزمن او قانوني ډول دفاع وکړي او له هر ډول غیر قانوني او غیر مسلکي چلند څخه ځان وساتي.
په یاده ناسته کې مدافع وکیلانو هم له مسؤولینو سره خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل چې د عدلیې ریاست مسئولینو یې د حل په موخه ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS