په غزني ولایت کې د کورونو د کرایې کنټرول په موخه د ګډې کمېټې ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
Thu, Sep 25 2025 11:56 AM
.

 په غزني ولایت کې د کورونو د کرایې کنټرول ګډې کمېټې د ربیع الاول د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د شنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئيس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې د کورونو د کرایې کنټرول د څرنګوالي په اړه بحث وشو او ټينګار وشو چې دا پروسه باید د غزني ولایت په ټولو ناحيو کې په جدي توګه دوام ولري.
همداراز په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د کورونو د کرایې څخه شکایت کوونکي کولای شي اړوندو امنيتي حوزو کې شکايت وړاندې کړي.
دغه راز ټينګار وشو چې نظارتي ټيمونه دې د ګذر وکيلانو او د معاملاتو لارښوونې د استازو په ملتیا، په ساحو کې له کرایه نيوونکو سره مستقيماً خبرې وکړي او د کورنو کرایې په اړه دې پوښتنې وکړي او بیا دې له سټې سره پرتله کړي او د تخلف په صورت کې دې قانوني چلند ترسره شي.
د کورونو د کرایې کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS