د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د ميدان وردګ ولایت د والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Mon, Sep 22 2025 11:21 AM
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د ميدان وردګ له والي مولوی خیرالله خيرخواه او د دغه ولایت نورو مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته  ترسره کړه.
په دي ناسته کې چې دمیدان وردګ ولایت د مقام په مقر کې ترسره شوه، د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د وړيا حقوقي مرستو او مشورو د وړاندې کولو څرنګوالي، حقوقي مرستو ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو د لاسرسۍ او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او مسؤولينو سره یې لازم معلومات شریک کړل.
په دې ناسته کې د ميدان وردګ ولایت والي او نورو مسؤولينو ډاد ورکړ چې د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو کسانو ورپېژندلو او حقوقي مساعدینو سره په قضايي ناستو کې د ګډون او د مؤکلينو دوسیو کې لازمه همکاري وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS