په ننګرهار کې د عدلیې او د زندانونو د چارو د سمون رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
Mon, Sep 22 2025 10:51 AM
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس مولوي محمد رئيس محمدي او مل پلاوي، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د زندانونو د چارو سمون رئیس مولوي سهيل سعيد سره د یاد رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئیس  له مؤکلينو سره د مدافع وکيلانو او د حقوقي مساعدينو د منظمې کتنې، د شرعي او قانوني مشورو وړاندې کول او د هغوی د دوسيو په اړه د معلوماتو شريکول او د عامه حقوقي پوهاوي ورکولو برنامو ترسره کول د عدلیې رياست له مهمو فعاليتونو څخه یاد کړل او په دې برخو کې د زندانونو د چارو سمون رياست له همکارۍ او مرستې څخه مننه وکړه.
په ورته مهال، مولوي سهیل سعید د لا زیاتو مرستو او همکاریو ژمنه وکړه او ټينګار یې وکړ چې د مسؤولیتونو د ښه پر مخ وړلو لپاره د ورته ناستو جوړېدل باید دوام ومومي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS