په لوګر کې د عریضه لیکنې ۶ دفترونه د غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شول

barekzai_admin
Thu, Aug 14 2025 12:29 PM
.

 د لوګر ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د میاشتې په ۱۸ مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ په ياد ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره کړ.
 یاد نظارتي پلاوی چې په ترکیب کې یې د لوګر ولایت د مستوفیت او امنیه قومندانۍ استازي هم شامل ول، په یاد ولایت کې د ۹ عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت او بررسي ترسره کړه.
د یاد نظارت په ترڅ کې د عریضه لیکنې ۶ دفترونه چې په غير قانوني ډول یې فعاليت کاوه وتړل شول او پاتې نورو عریضه ليکونکو ته د موجودو ستونزو د حل کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS