په هرات ولایت کې د یو شمېر اتحاديو له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Tue, Jul 29 2025 2:33 PM
.

 د هرات ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د میاشتې په ۲۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د یو شمېر اتحاديو له دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو اړوند د فعاليت جوازونه، رسمي مهرونه، مالي راپورونه او له یو شمېر نورو موضوعاتو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې شوې او مسؤولينو ته یې توصيه وشوه چې خپلې موجودې ستونزې او نيمګړتياوې حل کړي.
همدارنګه یاد هئيت د یادو دفترونو له متصديانو څخه غوښتنه وکړه چې خپل راپورونه پر وخت له عدلیې رياست سره شريک کړي.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS