په نیمروز ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Mon, Jul 21 2025 2:51 PM
.

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۲۳مه نېټه د شنبې په ورځ، په مرکز زرنج ښار کې ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور اړين سندونه بررسي کړل.
پلاوي، د یادو دارالوکالو یو شمېر نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د نیمروز ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت کې له اړوند برخو څخه په دوامداره توګه نظارت ترسره کوي تر څو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS