په غور ولایت کې د کابو ۹۹۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرمالحرام د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنیکي هیئت په دې ناسته کې د غور ولایت د مرکز ولسوالۍ اړوند په پهلو سنګ کلي کې د څه باندې نهه زره اته سوه دوه نوي (۹۸۹۲) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې یو هيئت دې یادې ساحې ته سفر وکړي او د دغې ځمکې په اړه دې املاکي څېړنې ترسره کړي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.