په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Wed, Jun 25 2025 2:23 PM
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال‌آباد ښار په اتمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، د رسمي سټو کارونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې، په ترڅ کې یې یو شمېر نيمګړتياوې هم مشخصې کړې.
نظارتي پلاوي د دفترو مسؤولينو سره د يادو نمګړتياو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمي توصیې شرېکې کړې او همدارنګه یې له هغوی څخه وغوښتل ترڅو د مخکنیو سټو له استفادې څخه ډډه وکړي او پرځای يې له نويو سټو څخه ګټه پورته شي.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS