په ننګرهار کې د ۲۴ عریضه‌لیکونکو له فعالیتونو نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Sat, May 31 2025 2:39 PM
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د انسجام آمریت نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې میاشتې په لومړۍ نېټه، د پنجشنبې په ورځ، په مرکز جلال‌آباد ښار کې له ۲۴ عریضه لیکونکو څخه نظارت ترسره کړ. 
نظارتي پلاوي د ياد نظارت په ترڅ کې د عریضه ليکونکو فعاليتونه له نږدې بررسي کړل او یو شمېر ستونزې یې مشخصې کړې.
پلاوي د یادو ستونزو د حل او د کاري چارو ښه‌والي په برخه کې یادو عریضه لیکونکوته لازمې توصیې وړاندې کړې.
دغه راز نظارتي پلاوي له عریضه ليکونکو سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې عریضې په مسلکي ډول او د اصولو په رعایت کولو سره وليکي تر‌ څو د خلکو ستونزې او شکايتونه  حل شي او د هغوی حقوق ضایع نه‌شي.
په ورته مهال یادو عریضه‌لیکونکو ژمنه وکړه چې له اصولو او قانون څخه به سرغړونه ونه‌کړي او د عریضه‌لیکني په برخه کې به د مقرراتو رعایت ته ژمن پاتې شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS