په سرپل ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه وتړل شول

barekzai_admin
Wed, May 28 2025 2:58 PM
.

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌القعدې میاشتې په ۲۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت پر مهال د دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې، لوحې، مهرونه او نور اړین اسناد بررسي شول چې د هغو له جملې څخه دوه دفترونه د غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شول.

همدارنګه د نورو دفترونو یو شمېر ستونزې او نیمګړتیاوې مشخصې شوې او د هغو متصدیانو ته توصیه وشوه چې ستونزې او نیمګړتیاوې حل کړي.

په ورته مهال، د یادو دفترونو مسؤولینو هم خپلې ستونزې له نظارتي پلاوي سره شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه،چې نظارتي پلاوي د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS