په غور ولایت کې د څه باندې ۳۷۵۶ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

barekzai_admin
Sun, May 04 2025 10:58 AM
.

 د غور ولايت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنیکي هيئت ناسته د شوال د مياشتې په ۲۹ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د مرکز ولسوالۍ اړوند په لاخ ميدانک کلي او د پوهنتون ختيځ لوري کې د څه باندې درې زره اووه سوه شپږ پنځوس (۳۷۵۶) جریبه ځمکو دوسیې بررسۍ لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یې یادې ځمکې امارتي تشخیص کړې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د غور ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS